د سکالرشیپ د ګټلو لپاره ریکمنډېشن لېټر
یو اړین او مهم سند دی، نو زموږ ټیم وپتیله چې تاسو ته د ریکمنډېشن لېټر په هکله
لنډ معلومات درکړي او بېلابېل سمپلونه یې ستاسو سره شریک کړي.هغه وروڼه چې بهرنیو
هېوادونو کې د سکالرشیپ ګټلو تمه لري هیله ده ریکمنډېشن مخکې له مخکې تیار کړي.
د دې معلوماتو په راټولولو کې اکرام
الدین کامل د جنوبي اسیا پوهنتون د حقوقو پوهنځي د دکتورا دورې محصل پوره زحمت ګاللی
دی، الله ج د اجرونه ورکړي.
ریکمنډیشن لیټر Recommendation Letter چې په Letter of Reference یا Reference Letter هم یادیږی، یو ډول
سند (لیک) دی چې لیکوال په کې د یوه مشخص کس د کردار، وړتیاوو او معیارونو په اړه
په لنډه توګه یو څه لیکي.
لیکوال په دغه لیک کې کوښښ کوي چې د
مشخص فرد هغه وړتیاوې چې په یوه ځانګړې برخه کې یې لري په دغه لیک کې ولیکي، هغه یوې
ادارې یا پوهنتون ته په دې اړه سپارښتنه کوي چې یاد کس په دغه مشخصه برخه کې وړتیا
لري او تاسو باید دغه شخص استخدام کړئ.
ریکمنډیش ليټر عموماً د دندې، په یوه
انستیتیوت یا پوهنتون کې د داخلې یا هم د سکالرشیپ اخېستلو لپاره ورکول کیږي یا هم
اخېستل کیږي.
څوک باید ریکمنډیشن ليټر ورکړي؟ یا له چا واخيستل شي؟
ریکمنډیشن لیټر باید له یوه داسې کس څخه
واخېستل شي چې تاسې له څه مودې راهیسې پېژني، مثلا یا مو ورسره په اداره کې کار کړی
وي او یا مو هم استاد پاتې شوی وي. له هغه چا چې تاسو نه پېژني هېڅکله ریکمنډیشن
ليټر مه اخلئ، ځکه دا د دې پر ځای چې ګټه درته وکړي په زیان مو تمامیږي.
ریکمنډیشن لیټر کې څه باید ولیکل شي؟ ریکمنډیشن
لیټر په پیل کې باید د اخېستونکي نوم، پوهنځي او پوهنتون یادونه وشي. یعنی داسې ولیکل
شي چې دغه لیک ښاغلي/اغلې ته په کابل پوهنتون ماسټري کې د داخلې لپاره ورکړل شو،
مثلاً:
Madam/Sir This refers to Abdullah Khan’s
application for the Master Programme at the Kabul University.
تر دې وروسته د ریکمنډیشن لیټر لیکوال
د اخېستونکي کس سره په شناخت وغږیږي چې له کومې مودې يې پيژني او څه یې ورته تدریس
کړي دي (دا په هغه صورت چې ریکمنډیشن ليټر له استاده اخېستل کیږي، مثلاً :
I know Mr. Abdullah as a
student of the BA/LLB programme at the Faculty of Legal Studies, Nangarhar
University-Nangarhar. I taught his class four papers i.e., Jurisprudence,
International Law, International Humanitarian Law and International Criminal
Law.
تر دې وروسته به د ریکمنډیشن ليټر اخېستونکي
پر استعداد او وړتیاو وغږیږي او هغه لاملونه باید ولیکي چې ولې کابل پوهنتون دغه
کس ته په ماسټري کې داخله ورکړي، مثلاً:
Mr. Abdullah has completed the
LLB programme at the Nangarhar University. He is hard working and there has
been a perceptible progress in his class room and academic performance. He is
keen to further develop his skills in the field of law. Admission LLM programme
at Kabul University would give him an opportunity to further his understanding
of law. I am of the view that he has the ability to develop necessary skills to
participate in the Programme.
وروستی پارګراف به د ټول ریکمنډیشن لیټر
خلاصه وي، او لیکوال باید ولیکي چې د پورته دلایلو پر اساس زه یاد کس په اړه تاسو
ته سپارښتنه کوم چې په خپل پوهنتون کې داخله ورکړئ، مثلاً
Thus, I recommend Mr. Abdullah
for LLM programme at the Kabul University with full scholarship to cover his
stay, travel and other related expenses.
یادونه: ریکمنډیشن لیټر باید په رسمي
پاڼه ولیکل شي او په پای کې د لیکوال لاسلیک هم وي او د اړوند ادارې له لوري هم ټاپه
شي. لیکوال کولای شي خپل سکن شوې لاسلیک د
ریکمنډیشن لیټر په پای کې ورکړي. همدا ډول د لیکوال سره د اړیکو نېولو لپاره د ریکمنډیشن
په پیل کې د هغه مبایل شمېره او ایمیل ادرس هم ورکړل شي.
Source: Win Scholarship
No comments:
Post a Comment