Sunday, 20 October 2019

د نړۍ یو مشهور ملحد فیلسوف څنګه پر خدای ایمان راوړ؟

کله چې مشهور برتانوي عالم، فیلسوف او د اګسفورډ پوهنتون پروفیسور انتوني فلو اعلان وکړ چې "خدای شته،" د هغه نژدیو ملحد/ایتیست ملګرو او دوستانو تورن کړ چې عمر یې ډېر شوی او له مرګه ورسته "مرحلې" څخه ډاریږي، په دې اړه یې پوره تحقیق نه دی کړی او علم یې ناقص دی. انتوني فلو شاوخوا ۵۰ کاله ملحد/ایتیست و، خو په ۲۰۰۴م کې يې پر"خالق" ایمان راوړ او یو غټ کتاب "خدای شته." (There Is A GOD) هم ولیکه. دی د یو مسیحي مبلغ زوی و چې په ځوانۍ کې ایتیست شو او په ۲۰۱۰م کې مړ شو. ما یې دا کتاب لوستی دی او دلته يې د هغو دلایلو نچوړ راوړم چې هغه یې د خدای پر موجودیت باوري کړ. دلته د لیکنې د لا ساده کولو لپاره یو لنډ وضاحت لیکم:۱- ایتیست هغه چا ته ویل کیږي چې د خدای/هېڅ ډول خدا پر موجودیت باور نلري. او ۲-اګناسټیک هغه چاته ویل کیږي چې فکر کوي ښايي خدای وي یا نه وي؟
په معاصر وخت کې د نوي ایتیزم مخکښ ریچارد دارکینز دی چې په دې اړه يې کتابونه او مقالې هم لیکلي دي. انتوني فلو وايي: ۱-طبیعت د یوقانون په اساس چلیږي (فاعل لري).۲- د انسان موجودیت چې د درک او فکر مرکز دی.۳- او د طبیعت دا ښکلی ډیزاین، جوړښت، نظم، قانون او د قانون سرچینه، (یو ډیزاینر لري)، هغه مسایل دي چې زه یې د خدای پر موجودیت باوري کړم. وايي د ساینس وروستیو پرمختګونو او فلسفي بحثونو هم په دغه برخه کې راسره ډېره مرسته کړې او باور او فکر یې را بدل کړل. افلاطون ویلي دي: "بحث چې مو هر چېرې بیايي، ورسره ولاړ شئ." البرټ انسټاین وايي: "سایسنپوه خوار فیلسوف دی." د انتوني کتاب په پنځو مهمو دلایلو راڅرخي، هغه دلایل چې دی یې له الحاد څخه راوګرځوه. د خپلو دلایلو د اثبات لپاره خورا ښه فلسفي او علمي مثالونه او د نړۍ د مشهورو فیلسفونو او پوهانو نظریات، خپلې تجربې، مشاهدات او عقلي دلایل راوړي دي.

د خدای د موجودیت په اړه د انتوني فلو پنځه دلایل:
انتوني فلو خپل پنځه دلایل په علمي، ساینسي، فلسفي او عقلي اسنادو او شواهدو څېړلي، واضح کړي او ثابت کړي دي:

۱- د نړۍ فزیکي موجودیت او په دې اړه زموږ معقول مشاهدات او تجربې؛
۲-ژوند، او د خپلواک او مستقل عمل کولو ظرفیت -خود مختاري-؛
۳-پوهه/ درک او د پوهېدو ځواک او ظرفیت؛
۴-فکري ځواک: د ژبو په وسیله د سمبولونو، بېلګو او نور توکیو د پېژندلو ظرفیت؛
۵- انسان- چې په خپله د ادراک، فکر او عمل (مرکز) دی.

دلته د انتوني فلو هر دلیل په ترتیب سره را اخلم.
۱- د نړۍ فزیکي موجودیت او په دې اړه زموږ معقول مشاهدات او تجربې؛
انتوني فلو په خپل کتاب کې د دنیا د موجودیت او طبیعت د نظم، قانون او مدیریت په اړه ډېر خوندور بحث کړی دی. د هغه د فکر د بدلېدو یو ستر علت هم د طبیعت قانون او ډسپلین دی. دی وایي که دا ومنو چې نړۍ د بګ بنګ/ سترې چاودنې په نتیجه کې رامنځ ته شوې ده، نو دا خبره هم باید ومنو چې نړۍ پیل لري او دا پیل یو چا/فاعل کړی دی. دا هم منو چې نړۍ/ځمکه ځای پر ځای ولاړه نه ده، بلکې متحرکه ده. موږ نپوهیږو چې نړۍ کله پیل شوې او چا پیل کړې ده، خو په دې پوهیږو چې یو ځواک دا نړۍ څرخوي او دا هر څه تنظیموي. څنګه امکان لري چې بګ بنګ/ ستره چاودنه دې خپله شوې وي او بیا دې دنیا جوړه شوې وي او ژوند پیل شوی وي؟ د ځمکې کره په خپل مدار کې ښه منظمه تاویږي او سرغړونه نه کوي او له بلې هېڅ سیارې سره ټکر نکوي. دا هر څه تصادف نشي کېدی، یو ځواک شته چې دا هر څه د پلان او نظم له مخې مخ ته وړي. د دنیا دا منظم او پیچلی نظام د "خدای په موجودیت" دلالت کوي. انتوني فلو د نړۍ د ځینو مشهورو فزیکپوهانو او عالمانو لنډ نظرونه هم په دې اړه اخیستي دي. ده لیکلي دي چې انسټاین هم په دې باور و چې نړۍ د بشریت له ذهن او درک وراخوا سرچینه اخلي. هغه دا سرچینه فوق العاده (ذهن) بللی دی. دی وایي په ساینس کې چې هر څومره ننوځي، هماغومره درته ثابتیږي چې د انسان له ذهن او درک وراخوا یو بل څه او فوق العاده ځواک او ذهن هم شته. بل مشهور فزیکپوه سټیفن هاکینګز ویلي: که موږ پوه شو چې ولې دلته یو او هدف مو څه دی، دا به د بشریت د وجود نهايي دلیل وي. خو انتوني‌ وايي هر څومره پلټنه چې وکړی، ‌بیا هم همدا جوتیږي چې د نړۍ نظم او ډسپلین د یو قانون او ځواک په واسطه روان دي او ناظم لري، دا هر څه تصادف نشي کېدی.
د ایزاک نیوتن د تحرک قوانین او د خدای موجودیت ثبوت:
انتوني فلو په خپل کتاب کې د مشهور فزیکپوه او ریاضي دان ایزاک نیوټن تحرک درې فزیکي قوانین تشریح کړي او بیا د همدغو قوانینو او د طبیعت د نظم او ډسپلین اساس یې د خدای موجودیت ثابت کړی دی:
د ایزیاک د ترحکم قوانین:
۱-د انرشا قانون: هر متحرک شی/توکی تر خپل اخري حد متحرک وي‌ او هر ساکن شی/توکی تر اخره ساکن وي.
۲-د ځواک+جم او سرعت قانون: هر څه د یو بل څه د زور،حجم او سرعت د اندازې په اساس متحرک کیږي. هر څومره چې د ځواک، حجم او د سرعت اندازه زیاتیږي، متقابل شی هماغومره چټک او تیزیږي. دا قانون د ځواک، حجم او سرعت ترمنځ‌ رابطه تشریح کوي.
۳- هر عمل بالمثل او برابر عکس العمل لري.
انتوني فلو د ایزاک دنیوتن د فزیکي قوانینو له تشریح وروسته وايي: "ماته دا جالبه نه ده چې په طبیعت کې یو داسې نظم او ډسپلین موجود دی، جالبه دا ده چې دا نظم په نړیواله کچه د ریاضي او فزیک له قوانینو سره هم برابر او له یو بل سره کلک تړلي دي." پوښتنه دا ده چې طبیعت څنګه داسې ښکلی قانون او نظم لري؟ وايي همدا پوښتنه له ایزاک نیوټن نه نیولې تر انسټاین او هیزنبرګ پورې سایسنپوهانو کړې ده، ځواب یې دی: "دا هر څه د خدای د ذهن په اساس تنظیم شوي‌ دي." وايي ایزاک دا قوانین کشف کړل، خو خلک خبر نه دي چې دا قوانین تر کشف کېدو ډېر مخکې هم موجود وو او یو ځواک جوړ کړي وو. وايي "که د طبیعت قانون له خپل چوکاټ او دایرې څخه ووت، ژوند په هماغه ورځ ختمیږي."
ده د خپلو دلایلو لپاره د نړۍ د مشهور فزیکپوه فریمون ډایسن قول رااخیستی دی: "د نړۍ او د هغه معمارۍ او جوړښت په اړه چې څومره پلټنه کومه، په دې مې باور نور هم زیاتیږي چې دا نړۍ داسې جوړه شوې وه چې څوک/موږ ورته را روان وو"- موږ ته جوړه شوې وه-. په بله وینا، د طبیعت قانون د ژوند لپاره جوړ شوی دی. نور فیلسفون لکه مارتن ریس، جان بارو او جان لیسلي‌ هم د دغه نظر په تاکید سره ویلي: "داسې ښکاري چې د طبیعت قانون د ژوند د پېداېښت او ژوند د پرمخ بیولو لپاره جوړ شوی دی." یانې جوړوونکی لري.
دی د نورو مثالونو تر څنګ یو بل ساده مثال هم راوړي: تاسو فکر وکړئ‌ چې تاسو چېرته په سیاحت ځی او هلته په هوټل کې اوسیږی. د هوټل کوټې ته چې ننوځی، ګوری چې ستاسو د خوښې د خوب تخت، پردې، ستاسو د خوښې کتاب، ستاسو د خوښې بالښت، په دیوال ځړېدلی تصویر، خلص دا چې دا کوټه بیخي‌ ستاسو په خوښه جوړه شوې ده. تاسو د دغه هر څه په لیدو حیران کیږی او وار له واره مو زړه ته لویږي چې د هوټل مدیر حتمآ ستاسو په اړه خبر و او پوهېده چې ور روان یاست، چې کوټه یې راته داسې جوړه کړې. داهېڅ تصادف نشي کېدی چې دا کوټه دې ستاسو په اړه له معلوماتو پرته داسې ښه جوړه شوې وي. دنیا ته زموږ راتګ هم همداسې ده، دنیا او (فاعل) خبر وو چې موږ راځو، ځکه یې هوا، اوبه، لمر، سپوږمۍ، او ډېر نور شیان یې موږ ته برابر کړل او موږ ته یې د ژوند لپاره هر څه تنظیم کړل.
۲-ژوند، او د خپلواک او مستقل عمل کولو ظرفیت -خود مختاري-؛
ژوند څنګه پیل شو؟ ساینس یې په اړه دقیق ځواب نلري، البته نظریه لري. انتوني فلو پوښتنه کړې ده: ایا ژوند/هستي له نیستۍ پیدا شوی. د ژوند سرچینه او اساس څه دی.؟ ساینس وايي هر څه چې واياست باید یې ثابت کړی چې موږ یې "ووینو" خو، دوی نه پوهیږي چې "ډېر ړانده هم د خدای پر موجودیت" ایمان لري. ساینس معمولآ پر هغو شیانو تحقیقات او پلټنې کوي چې موجود دي، خو دوی هېڅکله هم دا پوښتنه ونکړه او یا یې په اړه پلټنه ونکړه چې دا شی/توکی څنګه هست شوی دی؟ د انسان خلقت او له انسان څخه د بل انسان د زېږېدو او تولید دا پروسه دا ثابتوي چې یو قانون او ناظم شته. انتوني فلو د هستۍ په بحث کې د انسان پر ډي ان اې (DNA) تم شوی، دا مسئله یې څېړلې او بیا یې ویلي دي چې ډي ان اې د خدای د موجودیت بل ثبوت دی.
ډاکټران ښايي د ډي ان اې لپاره مفصل علمي تعریف ولري خو زه به یې په لنډو درته ووایم: ډي ان اې د انسان د حجرې د ترکیب یو ډېر کوچنی واحد دی چې د خلقت ټولې ځانګړنې او ارثي خواص لېږدوي. هر انسان جلا  ډي ان اې لري.
انتوني فلو وايي د انسان ډي ان اې داسې پیچلی اومغلق سیستم لري ته وا د اوسنۍ زمانې کوم پرمختللی کمپیوټر او کومه بله سایسني وسیله وي. وايي چې د یو قوي او "غښتلي ذهن" څخه پرته هېڅ امکان نلري چې دا سیستم دې دومره منظم وي او کار وکړي، دا له باوره لېرې خبره ده. په ډي ان اې کې ډېر پیچلي مواد دي او دا مواد په بېلابېلو لارو په یو منظم شکل فعالیت کوي. فزیکپوه ورنر ګیت وايي: "د ډي ان اې په اړه یو کوچنی حقیقت دا دی چې د اطلاعاتي ژنیتیکي کوډونو موجودیت، د مادې، انرژۍ او طبعیت اړوند له هېڅ ډول اصولو سره سمون نه خوري. دا په دې مانا ده چې ماده د هېڅ کوډ د خلقت صلاحیت نلري او همدلته ده چې یو خالق ته ضرورت دی." انتوني فلو د ډي ان اې دا پیچلی سیستم د یو ځواک تخلیق او د خدای د موجودیت بل علمي ثبوت ګڼي.
انتوني فلو د انسان د پوهېدو د درک (۳)،د فکري ځواک(۴) او په خپله انسان- چې د ادراک، فکر او عمل (مرکز) دی (۵)، د خدای د موجودیت نور قوي ثبوتونه ګڼي. دی وايي انسان په ژوند کې یو هدف تعقیبوي، عامل دی، نسل تولیدوي، موجودیت یې پر اخلاقیاتو تکیه دی، ژبه لري، افهام تفهیم لري، قانون لري، کنترول لري، معلومات لري، انرژي لري، ځواک لري او ماده لري. دا ټول هغه شیان دي‌ چې یوازې انسان يې په ژوند کې لري. انسان چې هر څه کوي، پوهیږي چې څه کوي او څه نکوي داسې بل هېڅ موجود نشته چې د "درک او تمیز" دغه ځواک دې ولري. کمپیوټر چې د ساینس او تکنالوژي تر ټولو پرمختللی ابتګاراو وسیله ده او ډېر پیچلي کارونه کولی شي، خو "درک" نلري او انسان ته نشي رسېدلی. د فکر ټول محصول په "درک او تمیز" پورې تړلی دی، انسان درک لري او تمیز لري. هغه دلته یو بل فلسفي بحث هم کوي او وايي چې فکر" د وجدان او درک وراخوا، د مفاهیمو د پوهېدو پدېده ده." د هرې ژبې د هر توري په کارولو موږ ته دا درک کیږي چې یو محسوس موجود له پخوا هست دی. زموږ په خبرو اترو، مفاهیمو، افهام تفهیم او فکر کولو کې یو "معجزوي ځواک" موجود دی. یوازې انسان دا "معجزوي ځواک" او صفت لري چې له نورو موجوداتو سره یې توپیر کیږي. دا ځواک آن د داسې شیانو په اړه هم فکر کولو ته انسان مجبوروي چې لمس کولی یې نشی او نه یې لیدلی شي لکه "آزادي او د ملایکو/انجلز" کړه وړه. دا د دې څرګندوی دی چې دا ټول له طبیعت د باندې د یو "ځواک" کار دی.
ده په کتاب کې ځای-ځای سایسنپوهان پوښتلي دي:د طبیعت قانون څنګه جوړ شو؟ چا جوړ کړ؟
ژوند/هست څنګه له نیست څخه پیدا شو؟
دا نړۍ څنګه منځ‌ ته راغله؟
د ډي ان آې پیچلی او مغلق سیستم څنګه تصادف وګڼل شي؟
او دا طبیعت څنګه اوولې ښکلی ډیزاین لري او ولې داسې منظم فعالیت کوي؟

(جعفر هاند) 
Photo credit: JOHN LAWRENCE- The Telegraph


No comments:

Post a Comment