د قرغزستان په بشکیک ښار
کې د اروپا د امنیت او همکاریو د سازمان اکاډمي(OSCE Academy) د راتلونکي
سمستر لپاره د ماسټري په کچه سکالرشيپونه اعلان کړي دي، د یادولو وړ ده چې دا
اکاډمي په سیمه کې یو منل شوې اکاډمي ده او په علمي او اکاډمیک لحاظ هم خورا لوړ
ځای لري، نو هیله ده په شرایطو برابر کسان ورته نوم لیکنه وکړي.
دا سکالرشيپونه په دوو
څانګو کې ورکول کیږي:
· سیاست او امنیت Politics & Security
· اقتصادي حکومتولي او پراختیا Economic Governance
& Development
د نوم لیکنې ډول: آنلاین
د نوم لیکنې پای: د ۲۰۱۹ کال د ډیسمبر
میاشتې ۲۰ نېټه
شرایط:
· په اړوند څانګو کې د لیسانس سند ولري.
· عمر یې تر ۳۵ کلونو لوړ نه وي.
· په انګلیسي ژبه کې په لوړه کچه مهارت ولري.
امتیازات:
· د ماسټري له مکمل فیس څخه معاف
· د جیب خرڅي لپاره د میاشتې ۱۸۰ یورو
· د کور خرڅ لپاره د میاشتې ۱۲۰ یورو
· د یو ځل تگ راتگ خرڅ
· روغتیایي بیمه
· د انلاین غوښتنلیک ډکولو وروستۍ نېټه د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر د
میاشتې ۲۰ مه نېټه.
د نوم لیکنی او نورو معلوماتو لپاره په لاندې لینک کلیک وکړئ:
No comments:
Post a Comment